په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو موټر چپه شو

په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو انتقالوونکې  لارۍ  د چپه کیدو له امله  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

954754
په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو موټر چپه شو

په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو انتقالوونکې  لارۍ  د چپه کیدو له امله  په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ترکیې د ایرزوروم  په ولایت کې یوه لارۍ  موټر چې  په لسګونو تنه ناقانونه کډوال پکې سپارول  او غوښتل  چې  د ترکیې لویو ښارونو ته  يي  انتقال کړي  د امنیتي ځواکونو نه  د تیښتې پر مهال  چپه شوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې لارۍ کې  تر ۹۰  تنو ډیر ناقانونه کډوال  سپاره ول. د کډوالو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي خو ګمان کیږي چې  ډیری  افغانان  دي.

په پيښه کې  ۶۵  تنو ته د مرګ ژوبلې  د اوښتو  نه خبر ورکړ شوی دی.

د ویلو ده چې  تیره اوونۍ د ترکیې د اغره  په ولایت کې  د ناقانونه کډوالو بس موټر  د برښنا د ستنې سره د جنګیدو له امله  ۱۷ تنو کډوالو ژوند  د لاسه ورکړی وو  او ګن شمیر نور ټپیان شوي وو.



اړوند خبرونه