ترکیې  نږدې  ۷ زره تنه ناقانونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه کړل.

په زرګونو تنه افغان کډوال خپل هیواد ته واستول شول

952799
ترکیې  نږدې  ۷ زره تنه ناقانونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه کړل.

ترکیې  نږدې  ۷ زره تنه ناقانونه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه کړل.

د ایران  له لارې په قاچاقي  توګه  ترکیې ته  د راغلو  په لسګونو زرو تنو ناقانونه افغان کډوالو نه  ۶۸۴۶ تنه  بیرته خپل هیواد ته واستول شول.

د ترکیې د کډوالو د عمومي ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  پدې وروستیو کې  په زرګونو تنه افغان کډوال د ناقانونو لارو څخه  د ایران  لارې ترکیې ته راداخل شوي دي. ددې کډوالو ډیری  د ترکیې د ایرزورم  او ځینو نورو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

په ترکیه کې  د ناقانونه کډوالۍ او نظم  د خرابوالي  د مخنیوي په خاطر  د نیول  شوو تدابیرو په چوکاټ کې  خپلو هیوادونو ته  د ناقانونه کډوالو د استولو لړۍ  دوام لري. پدې چوکاټ کې  هر هغه  ناقانونه کډوال چې  خپل هیواد ته استول کیږي  د ګوتو  نښانونه يي اخیستل کیږي او په ترکیه کې  ساتل کیږي.

ناقانونه کډوال خپلو هیوادونو ته د استولو  د لړۍ په چوکاټ کې  تر اوسه پورې  د ترکیې د ایرزورم، ایزمیر او اغره ولایتونو  نه  په مستقیمه توګه  پلازمینې کابل ته  ۹ چارتر سفرونه  ترسره شوي دي.

پدې چارتر سفرونو کې  جمعآ  ۶۸۴۶ تنه  ناقانونه افغان کډوال  په باامنه توګه  پلازمینې کابل ته  استول شوي دي.

همداشان  په راتلوونکو ورځو کې به  په زرګونو تنه  نور هم  د هوايي  لارو څخه په باامنه توګه خپل هیواد ته واستول شي.

 

 



اړوند خبرونه