ولسمشر اردوغان په سوریه کې د اسد په رژیم د ترسره شوو بریدونو په اړه خپل نظر څرګند کړ
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریې د ترسره شوو هوايي بریدونو په اړه ارزونې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریې د ترسره شوو هوايي بریدونو په اړه ارزونې وکړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې ( په سوریه کې د اسد په رژیم ترسره شوي هوايي بریدونه پر ځای بولو.)
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند په استانبول کې د فاتح ولسوالۍ په کانګره کې وکړې.
هغه وویل چې د اسد په رژیم ترسره شوي هوايي بریدونه پر ځای بولو. دا ځکه چې د اسد رژیم باید پدې پوه شي چې ددوې بریدونه بې پوښتنې نه پاتې کیږي، خامخا ترینه د هر برید پوښتنه کیږي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ( مونږ د اسد دا کثیفه لوبه وار د مخه خرابه کړې وه. مونږ ټولې نړۍ ته وښوده که چیرې په واقعیت سره د سوریې د خلکو په خاطر کوم ګام پورته کیږي لومړی باید د اسد د رژیم او ترهګرو ډلو پر خلاف ګامونه اوچت شي. )
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیې د عفرین د عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۴۲۰۰ تنه ترهګر له منځه وړي دي.