ترکېې  د فرانسې پر خلاف سخت غبرګون وښود.

ترکیه : زمونږ دوست او متفق هیوادونه باید د هر ډول ترهګرو پر خلاف قاطع دریخ څرګند کړي

940713
ترکېې  د فرانسې پر خلاف سخت غبرګون وښود.

ترکېې  د فرانسې پر خلاف سخت غبرګون وښود.

ترکیې د فرانسې د ولسمشر لخوا  تیره ورځ  د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو تر نامه لاندې  د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو وای پ جي او پ وای ډي ترهګرو ډلو  د استازو سره  د لیدنې او د هغوې نه د ملاتړ د څرګندولو په اړه سخت غبرګون وښود.

د فرانسې ولسمشر د یادو شوو ترهګرو سره د لیدنې نه وروسته  ویلي وو « غواړي چې  د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو او ترکیې ترمنځه  منځګړتوب وکړي. »

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  ویاند  ابراهیم قالن  د فرانسې د ولسمشر  د څرګندونو په غبرګون کې وویل «  د پ ک  ک ، پ وای ډي او وای پ جي ترهګرې ډلې چې غواړي  د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو تر نامه لاندې  ځان ته  مشروعیت ورکړي  په اړه د ترکیې  دریځ  غوڅ  او  څرګند  دی. ترکیې  سره   د نوموړو ترهګرو ډلو او سازمانونو د ډیالوګ، مذاکراتو، تماس او منځګړتوب  په څیر  هر ډول  اقدام  چې د جدیت نه  ډیر لري  دي  په کلکه توګه  ردوي. ټول هغه هیوادونه چې  ترکیه ورته د دوست او متفق په سترګه ګوري  باید  د هر ډول  ترهګرو ډلو او سازمانونو پر خلاف قاطع  دریځ  ښکاره کړي. »

د بله پلوه  د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند هم  د فرانسې پر خلاف  سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې د فرانسې لخوا پ وای ډي، وای پ جي او پ ک ک ترهګرو ډلو ته د ملاتړ  ضمانت ورکول  په اصل کې ترهګرو ته د مشروعیت ورکولو  هڅه او اقدامات  دي.

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر  بکر بوزداغ  د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون  لخوا  د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو تر نامه لاندې  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو  پ وای ډي او وای پ جي  د استازو سره  لیدنې  او وروسته  بیا  ترکیې ته  د نوموړو ترهګرو او ترکیې ترمنځه د منځګړتوب  وړاندیز  ته  سخت ځواب ووایه.

هغه ویلي دي چې  د فرانسې لخوا  نوموړو ترهګرو ډلو ته  د ملاتړ ضمانت کول  په اصل کې د ترهګرو ډلو او ترهګرو نه  ښکاره د ملاتړ اعلان دی. ترهګرو ډلو ته  د مشروعیت ورکولو په لاره کې اقدام  دی.

د هغه  ترهګرو سره  چې په ترکیې  بریدونه کوي  ښکاره همکاري او همغږي ده.

هغه ددې خبرې په ټینګار  وویل هر هغه څوک چې د ترکیې د دښمنانو  او په ترکېې د برید کوونکو ترهګرو سره  همکاري او همغږي وکړي او د هغوې په کتار کې ځای ونیسي  د ترکیې لخوا به ورسره د ترهګرو په څیر چلند وشي او د ترکېې د هدف لاندې به قرار ونیسي.  

مرستیال لومړي وزیر ویلي دي هیله لرو چې فرانسه  دا ډول  د حقیقت نه لرې  ګام اوچت نکړي. د ترهګرو دوستۍ ته  د ترکیې پر دوستۍ  ترجیح ورنکړي. هغه هر هغه څوک چې  ترهګرو ته د  دوستۍ لاس اوږد کړي  او د هغوې  سره همکاري وکړي  نن  وي او که هغوې په ماتې محکوم دي.    



اړوند خبرونه