د ترکیې د وسله وال پوځ   اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ.

د ترکیې اف ۱۶ الوتکې سقوط وکړ

935668
د ترکیې د وسله وال پوځ   اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ.

د ترکیې د وسله وال پوځ   اف ۱۶ جنګي الوتکې سقوط وکړ.

د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو اړوند  اف ۱۶ جنګي الوتکې  په نوشهر ولایت کې  سقوط وکړ.

د ترکیې  ستر درستیزوالۍ  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  یوې اف ۱۶ جنګي الوتکې  د تعلیمي  الوتنو پر مهال  د نوشهر ولایت  د ګل شهر د ولسوالۍ په مربوطاتو کې  سقوط کړی دی.

پدې پیښه کې  یو  تن  سرتیری په شهادت رسیدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  یادې شوې الوتکې  د تعلیمي  الوتنو په چوکاټ کې  د ۲۰۱۸ میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۲۲ مه نیټه  د ماښام  د ۶ نیمو بجو په شاوخوا کې  الوتنه وکړه.

څه موده وروسته د الوتکې سره  اړیکې پرې شوې. د الوتکې سره د اړیکې د پرې کیدو نه سمدلاسه وروسته  د پلټنې عملیات پیل شول. د پلټنې ډلې  د الوتکې د غورځیدو  نقطه تثبیت  او الوتکه يي وموندله.

همداشان  د الوتکې د پیلوټ  مړی هم  موندل شوی دی . په خبرپاڼه کې راغلي دي چې پدې غمناکه پيښه کې  شهید شوي پيلوټ ته  د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، کورنۍ  او د ترکیې وسله وال پوځ  ته  د جمیل صبر  غوښتنه کوو.

ترک ملت ته  خپل د تسلیت مراتب  وړاندې کوو.



اړوند خبرونه