اردوغان او ټرمپ ټیلیفوني خبرې کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن  د امریکا  د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  ټیلیفوني خبرې کوي.

935168
اردوغان او ټرمپ  ټیلیفوني خبرې کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن  د امریکا  د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  ټیلیفوني خبرې کوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د مسلې په اړه د اناتولیا خبري اژانس پوښتنې ځواب کړې.

وزیر چاوش اوغلو د امریکا لخوا  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د مبارزې په بهانه  د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې پ وای ډي او وای پ جي  د سوریې د منبیچ په سیمه  کې د ځای په ځای کولو نه په یادونې سره وویل « امریکا ژمنه کړې وه چې  د داعش ترهګرې ډلې  د ماتولو  او له منځه وړولو نه وروسته به د پ ک ک څانګې  د سیمې نه  بیرته وباسي خو له بده مرغه چې داسې ونه شو. ترکیه پدې اړه  د امریکا سره  په تفاهم  هم  رسیدلې وه. که چیرې  امریکا  پدې تفاهم  عمل ونکړي  ترکیه مجبوره ده چې د فرات ختیځ لوري ته په نظامي عملیاتو لاس پورې کړي. ولسمشر اردوغان د همدې مسلې په اړه نن  د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره  ټیلیفوني خبرې کوي. »

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې  د ترکېې او امریکا ترمنځه  د شوي تفاهم  په چوکاټ کې لومړی باید  د پ ک ک څانګې  د منبیچ نه ووځي. وروسته به د سیمې امنیت  ترکي او امریکايي ځواکونو ته  وسپارل شي. کیدای شي چې پدې ډول په نورو سیمو کې هم  کد کار وشي.

هغه وویل که چیرې  پدې تفاهم  باندې عمل وشي  او بریالی شي  عسکري عملیاتو ته  اړتیا نه پیدا کیږي. او که چیرې  عمل پرې ونشي  یوه لاره پاتې کیږي هغه هم  د ترهګرو  له منځه وړل  دي.

هغه وویل چې دا عملیات به یواځې په سوریه کې د فرات ختیځ لوري ته نه بلکې په عراق کې هم  ترسره شي. د عراق حکومت تر ټولو زیات  د پ ک ک ترهګرې ډلې نه سر ټکوي. پ ک ک  عراق ته هم  لوی سرخوږی  جوړ کړی دی . هغه وویل چې  پ ک ک ترهګره ډله  د عراق په شمال کې پخپله کوردانو ته  ستر ګواښ  او تهدید  دی.



اړوند خبرونه