په انقره كې د سرتېري ورځ ولمانځل شوه!

په پلازمېنه انقره كې د افغانستان د سفارت د نظامي اتشې د دفتر لخوا  د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ كې د هېواد د ملي امنيتي او دفاعي ځواكونو د درناوي ورځ ولمانځل شوه.

934809
په انقره كې د سرتېري ورځ ولمانځل شوه!

 

په پلازمېنه انقره كې د افغانستان د سفارت د نظامي اتشې د دفتر لخوا  د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ كې د هېواد د ملي امنيتي او دفاعي ځواكونو د درناوي ورځ ولمانځل شوه.

پدې مراسمو كې چې تېر ماښام د سفارت په مقر كې ترسره شول د دوستو هېوادونو د نظامي اتشو سربېره د تركيې د وسله وال پوځ لوړپوړو چارواكو هم ګډون كړى و.

د تركيې د وسله وال پوځ لوى درستيز ستر جنرال خلوصي اكار، د پليو او هوايي ځواكونو عمومي قوماندانانو او يو شمېر نورو نظامي چارواكو ګډون كړى و.

په انقره كې د افغانستان سفير عبدالرحيم سيدجان په خپله وينا كې له ګډونوالو د مننې ترڅنګ د ملي امنيتي او دفاعي ځواكونو د درناوي او يا د سرتېري د ورځې د څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته معلومات وركړل. نوموړي همداراز د تركيې – افغانستان ترمېنځ د اوږدمهالې همكارۍ په تاريخ هم رڼا واچوله او پدې برخه كې يې د تركي چارواكو له نيك نيته مننه وكړه.

غونډې ته د تركيې د وسله وال پوځ سترجنرال خلوصي اكار هم وينا واورله. اكار په خپله وينا كې په افغانستان كې د تركي ځواكونو د فعاليت په اړه د معلوماتو د وركولو تر څنګ په راتلونكې كې له افغانستان سره په نظامي ډګر كې د هر ډول مرستې او همكارۍ لپاره تيارى وښود.

د غونډې بل ويناوال په انقره كې د افغانستان د دفاع د وزارت نظامه اتشه ډګرمن احمد شاكر احمدي و. ښاغلي احمدي د افغانستان – تركيې د نظامي همكاريو په چوكاټ كې د اتشې د دفتر د فعاليتونو په اړه معلومات وركړل. د نوموړي په وينا اوسمهال په تركيه كې نږدې ۱۰۰۰ تنه افغان محصلين په بېلابېلو نظامي څانګو كې په زده كړو بوخت دي. سربېره پر دې د تركيې سره د لاسليك شوي پروتوكول پر اساس هر كال د ۱۰۰ تنو جنګي ناروغانو يعنې ټپيانو، معيوبينو او معلولينو د درملنې چارې هم ترسره كيږي.

د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې په انقره كې د افغانستان د سفارت لخوا د ملي امنيتي او دفاعي ځواكونو د درناوي په پار غونډه ترسره كيږي.



اړوند خبرونه