په عفرین کې ۱۸ تنه ترهګر ترکي ځواکونو ته تسلیم کړی شول

د سوریې د عفرین په ښار کې  ۱۸ تنه  ترهګر  د خلکو لخوا  د ترکیې وسله والو ځواکونو ته  وسپارل شول.

934445
په عفرین کې ۱۸ تنه ترهګر ترکي ځواکونو ته تسلیم کړی شول

د سوریې د عفرین په ښار کې  ۱۸ تنه  ترهګر  د خلکو لخوا  د ترکیې وسله والو ځواکونو ته  وسپارل شول.

د ترکیې وسله وال پوځ د رسنیو د دفتر پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي  چې   په عفرین کې  ۱۸ تنه ترهګر  چې د خلکو په منځ کې پټ شوي وو  د سیمې د خلکو او ګذروکیلانو لخوا  د نیول کیدو نه وروسته  ترکي ځواکونو ته  سپارل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  تیره ورځ هم  د عفرین خلکو  ۳ تنه ترهګر د نیولو نه وروسته  ترکي ځواکونو ته  تسلیم کړي وو.

د عفرین  خلک  د ترکیې د وسله والو ځواکونو نه  د تل په څیر  ملاتړ ته دوام  ورکوي .

ویل کیږي نوموړي کسان  په ۹ کلو کې نیول شوي دي.



اړوند خبرونه