د پ ک ک ترهګرې ډلې ته ستر ګوزار ورکړ شو

په لسګونو تنه ترهګر له منځه یوړل شول

934314
د پ ک ک ترهګرې ډلې  ته ستر ګوزار ورکړ شو

د ترکیې وسله والو ځواکونو د هیواد دننه او بهر  د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې  لږ تر لږه  ۴۰ تنه  ترهګر له منځه وړي دي.

د ستر درستیزوالۍ  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د هیواد وسله والو ځواکونو  د ترکیې د شرناق ولایت په مربوطاتو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  ګن شمیر ترهګر  چې ترهګریز برید ته  پوره تیاري نیولې وه  تثبیت  او له منځه یوړل.

همداشان  د عراق  په شمال کې د خاکورک  په سیمه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په کمپونو  د ترسره شوو هوايي  بریدونو په ترڅ کې  لږ تر لږه  ۸ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

د مارچ د لسمې نیټې نه په اعتبار سره  د هیواد دننه او بهر د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف په روانو عملیاتو کې  ۴۰ تنه  ترهګر  وژل شوي دي.

همداشان  د عملیاتو په ترڅ کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې اړوند  ګڼ شمیر ډیپوګانې، سمڅې  او پتنځایونه له منځه ول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د عملیاتو په ترڅ کې  ۱۵ سمڅې او ۳۰ پټنځایونه  په کامله توګه  له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه