د ترکیې ولسمشر د روسیې ولسمشر ته په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته  په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله.

933221
د ترکیې ولسمشر د روسیې ولسمشر ته په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله

 د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته  په ټاکنو کې د بري له امله مبارکي وویله.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین ته  په روسیه کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې  د بري له امله د ټیلیفون له لارې مبارکي وویله.

په خبر کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان د پوتین سره پدې ټیلیفوني خبرو کې  په دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې او نړۍ په مهمو پرمختګونو او د اپریل په میاشت کې په ترکیه کې جوړیدونکې  د سوریې په اړه  د غونډې په مسلې خبرې وکړې.

دواړو مشرانو  د متقابلو همکاریو  په لا قوي کولو  ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه