ترکیې پوځ د عفرین ښار په کامله توګه ونیولو

د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د عفرین د ښار د نیولو په اړه د بهرنیو چارو د وزیر ارزونې.

932527
ترکیې پوځ د عفرین ښار په کامله توګه  ونیولو

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د ازادې سوریې د ځواکونو سره په ګډه  تیره ورځ  د سوریې د عفرین  ښار په کامله توګه د ترهګرو نه تصفیه  کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د عفرین ښار  د نیولو نه وروسته  په پ ک ک او د هغه په څانګو پ وای ډي او وای پ جي  غږ وکړ چې «  په هغه  برخو چې تاسې پرې  باور کړی وو ستاسې نه يي  د کاغذي دستپاکونو په څیر  کار واخیست  او یوې څنډې ته يي ګوزار کړۍ.»

د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  تیره ورځ  د ترکیې د وسله والو ځواکونو او ازادې سوریې د ځواکونو لخوا د سوریې د عفرین ښار  په کامله توګه د ترهګرو نه  نیولو نه وروسته  پیغام خپور کړ.

هغه په خپور کړي پیغام کې  د پ ک ک  ترهګرې ډلې او په څانګو يي  غږ وکړ « مونږ  تاسې ته  ویلي وو چې  یوه شپه  به په ناڅاپي توګه  درباندې  راداخل شو  او هر څه به درته دړې وړې کړو. دادی هغه شپه راورسیده. »

هغه په ترهګرو غږ وکړ چې « څه شو هغه  کسان  چې تاسې پرې باور کړی وو؟ ستاسې نه يي  د کاغذي  دستپاکونو په څیر  کار واخیست او یوې څنډۍ ته يی ګوزار کړئ.

د بهرنیو چارو وزیر  د پیغام سر بیره  په عفرین  کې د ترکیې بیرغ  د ځوړولو  او پدې اړه د ولسمشر اردوغان د وینا د یوې برخې ویدیو هم  خپره کړه.



اړوند خبرونه