د ترکیې  وسله والو ځواکونو د سوریې د عفرین  د ښار مرکز  محاصره رسمآ اعلان کړه.

ترکي ځواکونو د عفرین مرکز محاصره کړ

928466
د ترکیې  وسله والو ځواکونو د سوریې د عفرین  د ښار مرکز  محاصره رسمآ اعلان کړه.

د ترکیې  وسله والو ځواکونو د سوریې د عفرین  د ښار مرکز  محاصره رسمآ اعلان کړه.

د ترکیې ستر درستیزوالۍ  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  ترکي ځواکونو  د سوریې د عفرین  ښار  مرکز  محاصره پیل کړه. د ترکیې وسله وال ځواکونه د ازادې سوریې د ځواکونو سره  د عفرین ښار  یو کیلومترۍ ته رسیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د عفرین ښار د مرکز د نیولو په خاطر  ډیرې مهمې  سیمې  یوه د بل پسې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې  په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره هم اعلان شوې ده .

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د ترکیې وسله والو ځواکونو د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه  د سوریې د عفرین په سیمه کې د پ ک ک ، ک جي ک ، پ وای ډي ، وای پ جي او داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د پیل کړو عملیاتو په ترڅ کې  د مارچ تر ۱۲ مې نیټې  ۳۳۹۳ تنه  ترهګر له منځه وړي دي.

د عملیاتو په ترڅ کې  د عفرین ښار  د مرکز نه پرته  نورې  ټولې سیمې نیول شوي دي  او مرکز يي هم  محاصره شوی دی.

د ترکېې او ازادې سوریې ځواکونه د ښار  یو کیلومترۍ ته  رسیدلي دي .

عملیات دوام لري. وسله وال ځواکونه پرمختګ ته دوام  ورکوي.



اړوند خبرونه