د ترکیې   چوروم  په ولایت کې  خونړۍ  ټرافیکي پیښه  رامنځته شوه.

په ترکیه کې خونړۍ ټرافیکي پيښه رامنځته شوه

928165
د ترکیې   چوروم  په ولایت کې  خونړۍ  ټرافیکي پیښه  رامنځته شوه.

د ترکیې   چوروم  په ولایت کې  خونړۍ  ټرافیکي پیښه  رامنځته شوه.

د ترکیې د چوروم په ولایت کې  د مساپر وړونکي بس  او  ټیلر  د جنګیدو په پایله کې  ستره فاجعه رامنځته شوه.

د چوروم  ولایت نه د ترلاسه شوي  رپوټ له مخې  مساپر وړونکي بس  د عثمانجک په ولسوالۍ کې  د لویې لارې پر سر ولاړ  د ټیلر سره  جنګیدلی دی.

په پیښه کې لږ تر لږه  ۶ تنو  ژوند  د لاسه ورکړی دی او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

بس د ټیلر سره د جنګیدو نه وروسته اور واخیسته.

د پيښې نه سمدلاسه وروسته  د اور وژنې  او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې. د پیښې ټپیان  نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ټپیانو نه د ځینو روغتیايي حالت ښه ندی.



اړوند خبرونه