د ترکیې د وان په ولایت کې  په لسګونو تنه  ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.

په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

927623
د ترکیې د وان په ولایت کې  په لسګونو تنه  ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.

د ترکیې د وان په ولایت کې  په لسګونو تنه  ناقانونه افغان کډوال ونیول شول.

د وان ولایت د ژاندارم  د قومندانۍ د معلوماتو له مخې  د توشبا  ولسوالۍ  د ژندارم  د قومندانۍ  ځواکونو  د یادې شوې ولسوالۍ  د ساغلمتاش  په کلي کې  په لسګونو تنه ناقانونه افغان کډوال چې د غیرې قانوني لارو څخه ترکیې ته راداخل شوي وو  ونیول.

د ژاندارم ځواکونو  دا کسان پداسې حال کې ونیول  چې  د قاچاقبرانو لخوا  نورو ولایتونو ته انتقالیدل.

د ژاندارم  ځواکونو  د ناقانونه افغان کډوالو سره  سم د هغوې قاچاقبر  او د موټر چلوونکی  چې  غوښتل يي دوی  نورو ولایتونو ته انتقال کړي  ونیول.

ژاندارم ځواکونو  نیول شوي  ۳۷ تنه ناقانونه افغان کډوال  د کډوالو بیرته ستنولو  مرکز ته  سپارلي دي.

ویل کیږي یاد شوي کسان به  هر څه ژر  بیرته خپل هیواد ته واستول شي.



اړوند خبرونه