د عفرین په عملیاتو کې د ترکي ځواکونو مهم پرمختګ .

د ترکیې  وسله والو ځواکونو  د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې  یوه ډیره مهمه  سیمه  د ترهګرو نه ونیوله.

925869
د عفرین په عملیاتو کې  د ترکي ځواکونو  مهم پرمختګ .

د ترکیې  وسله والو ځواکونو  د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې  یوه ډیره مهمه  سیمه  د ترهګرو نه ونیوله.

د ترکیې وسله والو ځواکونو ویلي دي چې  د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ کې  د جندیرس  سیمه  په کامله توګه  د ترهګرو نه تصفیه کړه.

د ترکیې د وسله والو ځواکونو پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې  د ترکیې وسله والو ځواکونو  د ازادې سوریې  د ځواکونو سره  په ګډه  د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه  د سوریې د عفرین په سیمه کې د پ ک ک ، ک جې ک ، پ وای ډي، وای پ جي او داعش ترهګرو  ډول او سازمانونو پر خلاف د پيل کړو عملیاتو په ترڅ کې  تیره ورځ د عفرین په سویل لویدیځ کې  د جندیرس  سیمه  په کامله توګه  د ترهګرو نه تصفیه کړه.

د ویلو ده چې  د ترکیې وسله والو ځواکونو  د زیتون څانګې  د عملیاتو په ترڅ کې  ۸۱۴ کیلومتره  سیمه  د ترهګرو نه  پاکه کړې ده .

ویل کیږي  د ترکیې وسله وال ځواکونه د عفرین  د ښار مرکز ته  په ۶ کیلومترۍ کې قرار لري. دا واټن  د هر ساعت په تیریدو سره  مخ په کمیدو دی.

د ترکيې وسله والو ځواکونو ویلي دي چې  د دې عملیاتو په ترڅ کې  د وژل شوو ترهګرو شمیره  ۳۱۴۹ تنو ته  رسیدلې ده.



اړوند خبرونه