ولسمشر اردوغان موریتانیا نه لیدنه وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کې  د الجزایر نه وروسته  د موریتانیا نه  لیدنه وکړه.

920405
ولسمشر اردوغان موریتانیا نه لیدنه  وکړه
erdogan moritanya.jpg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کې  د الجزایر نه وروسته  د موریتانیا نه  لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان  دلته  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د بیت المقدس په اړه  د غوره شوي  دریځ نه لاس په سر نشو.

ولسمشر اردوغان  د موریتانیا  د ولسمشر محمد ولید عبدالعزیز سره  د لیدنې نه وروسته  د هغه په ویاړ په جوړه شوې میلمستیا کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان په موریتانیا کې  د رسمي لیدونو کتنو نه وروسته  په افریقا کې دریم تم ځای  سینیګال ته  د سفر نه مخکې  په هوايي ډګر کې د موریتانیايي سیال سره  په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  پدې خبري غونډه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او موریتانیا ترمنځه به د متقابلو ګټو بربڼسټ ولاړ ګډ شراکت  او قوي اړیکې  جوړې کړو. هغه زیاته کړه چې په ځانګړې توګه  ترکي پانګه وال به پدې هیواد کې  پانګه والۍ ته  تشویق کړي.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي  د تیر میلادي کال  د دسمبر په میاشت کې  د پانګه والو او سوداګرو په ګډون  د لوی هیت په مشرۍ  ددې هیواد نه لیدنه کړې وه. نن  یو ځل بیا  ترکي سوداګرو  د موریتانیا  د سوداګرو سره  د لیدنې فرصت پيدا کړو.

ولسمشر اردوغان وویل  پدې وروستیو کې په موریتانیا کې  د کبانو په برخه کې  جدې پرمختګ  تر سترګو کیږي. هغه زیاته کړه چې نن ورځ  د ترکیې  تر ۴۰ ډیرې کب نیوونکې کښتۍ  پدې هیواد کې فعالیت کوي.

موریتانیا  د معدن په برخه کې جدي پوتانشیل  خاوند  هیواد دی. ترکیې  د معدن په برخه کې  قوي تجربه لري. انشاالله چې  د خپلو دې تجربو نه به د ورور هیواد  موریتانیا سره  شریکې کړو او خدمت وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې په نږدې راتلوونکې کې به د ترکیې او موریتانیا ترمنځه  د ګډ اقتصادي کمیسیون لومړنۍ  غونډه جوړه کړو. نن  د ترکیې او موریتانیا ترمنځه د کرنۍ نه نیولې تر ګرځندوی، معدن  او یو زیات شمیر برخو کې  تړونونه  او پروتوکولونه لاسلیک شول.

دا تړونونه به د ترکیې او موریتانیا ترمنځه  موجودې اړیکې  لا پسې قوي کړي.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د ترکیې  هوايي شرکت  ترکش ایرلاین د موریتانیا  پلازمینې  ته  الوتنې پیل کړي دي. دا پخپله د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي اړیکو د پراختیا ښکارندويي کوي.

ولسمشر اردوغان وویل ترکیه غواړي چې د دفاعي صنایع په برخه کې خپلې تجربې د ورور هیواد سره شریکې کړي.

ترکیې پدې وروستیو کلونو کې  د دفاعي صنایعو په برخه کې ډیر مهم ګامونه اوچت کړي دي. ترکیه د هغه هیوادونو په سر کې قرار لري چې سمندر له لارې د ترهګرۍ خطرات  ډیر په ښه توګه درکولي.

ترکیې  د همدې امله  د موریتانیا سره  د سواحلو د ګډ ځواک  سره چې ددې هیواد د ولسمشر په هلو ځلو جوړ شوی دی  پنځه میلیونه ډالره مرسته کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیې خپل حقیقي  دوستان  د ۲۰۱۶کال د جولای د ۱۵ مې کودتا نه وروسته  ډیر ښه وپیژندل. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت  د جولای په ۱۵ مه کودتا وکړه  . دې کودتا  مونږ ته  د دښمنانو سربیره  حقیقي  دوستان هم  ښکاره کړل. ولسمشر اردوغان  د موریتانیا د ولسمشر نه  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  پر خلاف  د مبارزې په برخه کې  د ترسره کړو هلو ځلو له امله  د زړه له کومې مننه کوم.

هغه وویل چې پدې هیواد کې د فتح الله ګولن سازمان اړوند ټول ښوونځي  د ترکیې د معارف وقف ته سپارل شوي دي.

پوره باور لرم چې  د ترکیې د پوهنې د وزارت اړوند  وقف به  د موریتانیا د هیواد د پوهنې د وزارت سره په ګډه پدې ښوونځیو کې  لا ښه  خدمات وړاندې کړي.

ولسمشر اردوغان  د خپلې وینا په ترڅ کې  د بیت المقدس مسلې  ته هم  اشاره وکړه.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  امریکا  بیت المقدس  د اسراییلو  د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندلی دی  او غواړي چې خپل سفارت  بیت المقدس ته انتقال کړي . خو  مونږ  به هم  پدې اړه د غوره کړي دریځ نه لاس وانخلو. بیت المقدس  د مسلمانانو سربیره  د مسیحیانو لپاره هم  سپیڅلی ښار  دی او د ځانګړې اهمیت نه برښمن  دی.  

بیت المقدس  د فلسطین پلازمینه ده  .



اړوند خبرونه