ترکیې  د عفرین په مسله کې  د امریکا سره هر ډول  مذاکرات  رد کړل.

ترکیه : د عفرین په اړه د هیچا سره مو خبرې ندي کړي

919185
ترکیې  د عفرین په مسله کې  د امریکا سره هر ډول  مذاکرات  رد کړل.

ترکیې  د عفرین په مسله کې  د امریکا سره هر ډول  مذاکرات  رد کړل.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  حامي اقسوی  د امریکا د دفاع د وزارت  د ویاند د ترکیې او امریکا ترمنځه  په عفرین سیمه کې  د روانو جګړو د کچې د راټیټولو په خاطر  د مذاکراتو  ادعا په کلکه توګه رد کړه.

هغه پدې اړه د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې  ترکیې د امریکا متحده ایالتونو سره  د عفرین په سیمه کې  د روان تاوتریخوالي  د کچې د راټیټولو په خاطر هیڅډول مذاکرات  ندي کړي. پدې اړه هر ډول ادعا  حقیقت نلري. ترکیې د عفرین په مسله کې ډیپلوماتیک مذاکرات هم  ندي کړي.

 



اړوند خبرونه