په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې  د ایرداخان  په ولایت کې  په ولایت کې  ۷۹ تنه  ناقانونه  افغان او پاکستاني  کډوال ونیول شول.

919174
په ترکیه کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول

د ترکیې  د ایرداخان  په ولایت کې  په ولایت کې  ۷۹ تنه  ناقانونه  افغان او پاکستاني  کډوال ونیول شول.

د امنیتي ځواکونو  د معلوماتو له مخې  دا  ناقانونه کډوال د ایرداخان  او قارس  ولایتونو په لویه لار کې د اولچک په سیمه کې  نیول شوي دي.

امنیتي ځواکونو  ویلي دي  د سیمې  اوسیدونکو  د ایرداخان  او قارس  ولایتونو په لویه لاره کې  ولاړ  په لسګونو  تنه بهرنیانو د لیدنې نه وروسته  پولیسو ته  خبر ورکړ.

پولیسو ژاندارم  ځواکونو ته  خبر وکړ د نوموړو کسانو د نیولو په خاطر عملیات  پيل کړل.

ژاندارم ځواکونو  د عملیاتو په ترڅ کې  ۷۹ تنه افغان او پاکستاني  ناقانونه کډوال  ونیول.

ژاندارم  ځواکونو  ویلي دي چې  یاد شوي  کډوال  د ایران له لارې  په قاچاقي  ډول  ترکیې ته  راننوتي  دي  چې وروسته يي غوښتل  غیرې قانونو لارو څخه  اروپا ته  لاړ شي.

ژاندارم  ځواکونو  د نوموړو کډوالو قاچاقبران  هم  نیولي دي.

نیول شوي  کډوال  د کډوالو د بیرته ستنولو  مرکز ته  سپارل شوي دي.



اړوند خبرونه