د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان الجزایر ته سفر وکړ

ولسمشر اردوغان څلورو افریقايي هیوادونو ته خپل سفر د الجزایر نه پيل کړ

918864
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان الجزایر ته سفر وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  چې د رسمي سفر په ترڅ کې الجزایر ته  سفر کړی دی د نوموړي هیواد سره  بعضې تړونونه  لاسلیک کړل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ  افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کې لومړی  الجزایر ته  لاړ. د ولسمشر اردوغان نه  د الجزایر په نړۍوال هوايي ډګر کې  د نوموړي هیواد د ملت د شورا  ریس عبدالقادر بن صالح  او ځینو نورو چارواکیو  د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

ولسمشر اردوغان وروسته  د الجزایر لومړی وزیر احمد او یحیی  حضور ته ومانه.

ولسمشر اردوغان  د الجزایر د لومړي وزیر سره د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځه  د ځینو تړونونو د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.

لومړی  د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت د ډیپلوماسۍ د اکاډمي  او د الجزایر د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماتیکو او نړۍوالو اړیکو د انیستیتیوت  ترمنځه  د همکارۍ تړون لاسلیک شو. دا تړون  د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځه لاسلیک شو.

همداشان  وروسته د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځه  د کرنۍ او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک شو. دا تړون د ترکیې د غلې، کرنې او مالدارۍ وزیر احمد اشرف فقي بابا  او د الجزایر د کرنۍ، کلو پراختیا او کبانو د چارو د وزیر عبدالقادر ترمنځه لاسلیک شو.

ددې سربیره  ترکیې  د الجزایر سره  د کولتور او ګرځندوی او ځنیو نورو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.



اړوند خبرونه