په ترکیه کې نږدې سل تنه ناقانونه افغان کډوال ونیول شول
په ترکیه کې په لسګونو تنه افغان کډوال چې د قاچاقبرانو لخوا د لارې پر سر پريښودل شوي وو ونیول شول
د ترکیې د کارس په ولایت کې ۹۴ تنه ناقانونه افغان کډوال چې د قاچاقبرانو د لارې پر سر پریښې وو د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د کارس د ولایت اوسیدونکو د کارس او دیګور په لویه لار کې د یوې ستره ډلې نامعلوم بهرنیانو د لیدو نه وروسته چې د سړک په غاړه روان ول سمدلاسه امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړ.
پولیسو د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته د نوموړو کسانو د نیولو په خاطر عملیات پيل کړل.
د کارس ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۹۴ تنه ناقانونه کډوال ونیول.
په نیول شوو کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شتون لري. پولیسو ویلي دي چې نیول شوي کډوال ټول د افغانستان وګړي دي .
نیول شوي ګډوال بیرته خپل هیواد ته د استولو په خاطر د کارس ولایت د کډوالو د چارو ریاست ته وسپارل شول.
همداشان د ایزمیر ولایت د اورلا په ولسوالۍ په سواحلو کې هم تر ۵۰ تنو ډیر ناقانونه کډوال نیول شوي دي.
نوموړو کډوال چې غوښتل د پلاستیکي کښتیو سره د سمندر له لارې یونان ته واوړي د سواحلو د امنیت د پولیسو لخوا ونیول شول.
ددې کډوالو سره سم د هغوې قاچاقبر هم نیول شوی دی.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.