ولسمشر اردوغان : په سوریه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر عملیات په کلاره پرمخ روان دي

د ترکیې ولسمشر په ولسي جرګه کې د عدالت او پراختیا ګوند غونډې ته وینا وکړه

914443
ولسمشر اردوغان : په سوریه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر عملیات په کلاره پرمخ روان دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ترکېې په هیڅ ګوټ کې به ظلم، استبداد، ډار  او بې وزلۍ  ته  اجازه ورنکړي.

ځکه  په کوم  ځای کې چې  مونږ  موجود  یو  هلته امن، اعتماد، باور  او عدالت شتون لري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  په ولسي جرګه کې  د عدالت او پراختیا ګوند غونډې ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې  د سوریې د عفرین په سیمه کې د ترکیې د وسله وال پوځ لخوا روانو عملیاتو ته په اشارې سره وویل « د زیتون څانګې  د عملیاتو  د پیل راهیسې  د ترکیې د وسله وال پوځ  ۳۲ تنه  اتلان  په شهادت رسیدلي دي  خو ددې په بدل کې  ۱۷۱۵ تنه  ترهګر  وژلي دي. دا عملیات  هم  د ترکیې  د وسله والو ځواکونو  او هم  په سیمه کې د ملکي وګړو  د احتمالي  مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر په کلاره  پرمختګ  روان دي. »

ولمسشر اردوغان  زیاته کړه « خو دا حقیقت هیڅوک باید  هیر نکړي چې مونږ  هلته  هر څه چې مخې ته راځي  د لمنځه وړو په خاطر تللي نه یو. مونږ  هلته  په ترکیه کې د میشتو په میلیونونو  تنو سوري کډوالو لپاره  د باامنه او ډاډمندې  سیمې د جوړولو په خاطر  تللي یو. چیرته  چې  ترکیه  شتون ولري  هلته ظلم، استبداد، ډار  او سفالت  نشته  دی  ځکه چیرته چې مونږ  یو  هلته  امن، ډاډ، باور او عدالت شتون لري. »

ولسمشر اردوغان  وویل چې  ترکیې  تل  د ډیر مجبوریت نه  عسکري عملیاتو ته  مخه کړې ده . نن ورځ هم  ترکیه  ډیره زیاته  مجبوره شوه چې دا عملیات يي پیل کړل. د کلونو کلونو راهیسې د سوریې د خاورې نه د ترهګرو ډلو لخوا ترکیې ته  ګواښونه  کیږي او خطرات مخامخ  دي. مونږ  ډیر  انتظار  وویست چې  د ترهګرو کوربه هیواد یا نړۍواله ټولنه به ددې تهدیدونو مخه ونیسي  خو هیچا داسې ونکړل. مونږ  انتظار  ویست  چې دا  تهدیدونه به  لږ  شي  خو له بده مرغه پر ځای ددې چې لږ شي  لا زیات شول. ددې تهدیدونو  زمونږ  هیوادوالو او زمونږ  امنیت  د ګواښ سره مخامخ کړل. دیته مجبور شو چې  ددې تهدیدونو د مخنیو په خاطر لاس په کار شو.

ولسمشر وویل چې نن ورځ په سوریه کې  د ترکیې  د موجودیت نه یواځې  ترهګر او د هغوې  ملاتړي ناخوښه دي. د سیمې خلک  د ترکیې  سره  د ذرې په اندازه مشکل  نلري.

ولسمشر اردوغان  امریکا ته په اشارې سره وویل « هغه  برخې  چې  ترهګرو ډلو ته  وسلې او مهمات  ورکوي  او بیا وروسته  ترینه انکار کوي  مونږ  ورته  کره اسناد او شواهد  وړاندې کړل خو بیا هم  د جامو سره زمونږ په سترګو کې ننوځي. دوی بیا په سوریه کې  زمونږ د عملیاتو په اړه اندیښنه  څرګندوي. »

ترکیې  د ویدیويي فلمونو نه نیولې  تر عسکونو  او ټول انساد او شواهد  ورته په مخکې کیښودل. ایا نن ورځ  چې د ترهګرو سره  اوږه په اوږه  جنګیږي  دا د چا عسکر دي. دا د لویدیځ نه عسکر ندي؟ دا ټول  مو ورته  یو یو  وښودل  . دوی  ترهګرو نه  ۵ زره ټیلره  ټانکونه، زغروالې موټرې، توپونه  او  درندې او سپکې وسلې او مهمات  ورکړل. د دوو  کارګو  لویو الوتکو سره يي دوې ته  دا وسلې او مهمات راوړل. نن ورځ  دا ترهګر  دا وسلې د چا پر خلاف کاروي.

همداشان  ولسمشر اردوغان  د وروستیو پرمختګونو په اړه  د نړۍ د یو زیات شمیر مهمو هیوادونو د مشرانو سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.



اړوند خبرونه