ترکیې په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه
د سوریې په عفرین کې عملیات او پرمختګ دوام لري
د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
د ترکیې د لوی درستیزوالۍ د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د روان میلادي کال د جنوري په شلمه نیټه پيل شوو د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۷۱۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
دا عملیات د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي ، وای پي جي او داعش ترهګرې ډلې پر خلاف پیل شوي دي.
عفرین سیمه د ترهګرو د ظلمومو نه د ژغورلو په خاطر عملیات په شدت سره دوام لري.
د ترکیې وسله وال پوځ د ازادې سوریې د ځواکونو سره په ګډه د سوریې په شمال ختیځ کې د عفرین په سیمه کې په لسګونو کلي د ترهګرو نه تصفیه کړي دي.
د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۵ علاقه داري، ۶۰ کلي او ۲۰ مهمې تپي او حاکمې نقطې د ترهګرو نه نیول شوي دي. ټولټال ۸۸ سیمې د ترهګرو نه تصفیه شوي دي .
همداشان پداسې حال کې چې په سیمه کې عملیات دوام لري د ترکیې د هتای ولایت د ریحانلي د ولسوالۍ نه د سوریې د قرق خان او خاصا په ولسواليو کې د ترهګرو په موضع ګانو د توپخاني بریدونه کیږي.
همداشان بې پیلوته الوتکې کشف کوي او توپخانه يي له منځه وړي.
د بله پلوه یو زیات شمیر عسکري ګاډي چې د تقویه په خاطر سیمې ته استول شوي دي د سوریې په پوله کې د تیریدو انتظار باسي.