ولسمشر اردوغان د ایران ولسمشر ته د تسلیت پیغام واستوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ایران ولسمشر حسن روحاني ته  د تیرې ورځې  غمناکې  پیښې له امله  د تسلیت  پیغام  واستوه.

913042
ولسمشر اردوغان د ایران ولسمشر ته د تسلیت پیغام واستوه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د ایران ولسمشر حسن روحاني ته  د تیرې ورځې  غمناکې  پیښې له امله  د تسلیت  پیغام  واستوه.

ولسمشر اردوغان  د ایران ولسمشر حسن روحاني ته په استولي پیغام کې  ویلي دي

( په ډیرې خواشینۍ سره مو  تیره ورځ  د ایران په سویل کې  د مساپر وړونکې الوتکې  د سقوط نه چې  له امله يي  ۶۶ تنو  ژوند د لاسه ورکړ خبر ترلاسه کړ. ددې پيښې  قربانیانو ته  د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت  او د ورور او دوست هیواد  ایران  ملت ته  تسلیت او د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو. د ترکیې  ملت  د ایران د خلکو سره  پدې غم کې ځان شریک بولي  او د ایران د خلکو سره  د زړه له تله  غمشریکي کوي.)

ولسمشر اردوغان  په استولي پیغام کې  ویلي دي چې  ترکیه  ددې پيښې  د پلټنې او ژغورنې  په چارو کې  د ورور  او دوست هیواد ایران سره د اړتیا پر مهال هر ډول  مرستې  ته  تیاره ده.



اړوند خبرونه