ولسمشر اردوغان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر حضور ته قبول کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته راغی

911519
ولسمشر اردوغان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر حضور ته قبول کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیر ماښام  د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن  چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې حضور ته قبول کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې  دې لیدنې  څه باندې  ۳ ساعته دوام  وکړ.

ویل کیږي  پدې لیدنه کې  د سوریې او عراق په ګډون  د سیمې په مهمو پرمختګونو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې   او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې.

ترکیې  په یادو شوو مسلو کې  خپل ټول لومړیتوبونه  ، حساسیتونه او توقعات امریکا بهرنیو چارو وزیر ته  یاد کړل.

پدې لیدنه کې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم  ګډون درلود.

د ویلو ده چې  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به  نن د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره هم  لیدنه وکړي.

پدې لیدنه کې به  د پ ک ک  او څانګو يي پ وای ډي او وای پ جي سره د امریکا د مرستو په اړه د ترکیې په ناراحتیو، د ترکیې او امریکا  په اړیکو  او سوریې  په مسلې خبرې وشي.



اړوند خبرونه