په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو شمیره د ۱۵۰۰ تنو ته واوښته

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو  ترهګرو وروستۍ شمیره  اعلان کړه.

911039
په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو شمیره د ۱۵۰۰ تنو ته واوښته

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو  ترهګرو وروستۍ شمیره  اعلان کړه.

د ترکیې د لوی درستیزوالۍ د رسنیو د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د سوریې د عفرین په سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۵۲۸ تنه  وژل شوي  او ګڼ شمیر سیمې ترینه نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې یواځې  د تیرې ورځې په عملیاتو کې  ۴۳ تنه ترهګر له منځه وړ شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې  د عفرین په سیمه کې  عملیات په ډیر بریالیتوب  او د پلانونو په مطابق  پر مخ روان دي.



اړوند خبرونه