د ترکیې ولسمشر د سعودي عربستان د پاچا سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

910064
د ترکیې ولسمشر د سعودي عربستان د پاچا سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې پدې ټیلیفوني خبرو کې  په دوه اړخیزو اړیکو  د سوریې په مسلې  خبرې وشوې.

ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان پاچا ته  په سوریه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د روانو زیتون څانګې  عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان  وویل چې په عفرین کې  عربان، کوردان او ترکمنان  د ترکیې د پوځي عملیاتو نه  ملاتړ کوي  او ددې عملیاتو په ترڅ کې به  د سیمې خلک  چې د ترهګرو لخوا د کورونو او کلو پریښودو ته اړ شوي دي  خپلو کورونو ته د ستنولو زمینه برابره کړي.

ولسمشر اردوغان  او د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان  د سوریې په  ارضي تمامیت  او  سیاسي  حل لارې په اهمیت ټینګار وکړ  او پدې اړه يي  د همکارۍ د کچې په لا لوړولو  تفاهم وکړ.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان وویل چې  د سوریې په اړه د جینوا د بهیر  او نړۍوالو هلو ځلو نه پوره ملاتړ کوي. ولسمشر اردوغان بیا وویل چې د استانه بهیر او د سوچي غونډه   هم  د جینوا د  بهیر  پارچې دي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان او د سعودي پاچا ملک سلمان  د دواړو هیوادونو ترمنځه    د اړیکو د لا پياوړتیا په خاطر  ګډه اراده وښوده.

په ټیلیفوني خبرو کې  د تیر ملادي کال په وروستیو شپو ورځو کې  د سعودي عربستان نه  د ترکیې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د ګټور سفر نه هم  یادونه وشوه.

په خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  د سعودي عربستان ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان  به  په نږدې راتلوونکې کې د ترکیې نه لیدنه وکړي. ولیهعد شهزاده به  په ترکیه کې  د دواړه اړخیزو اړیکو سربیره  د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبرې وکړي . دا سفر د دواړو هیوادونو د اړیکو له پلوه  هم ځانګړې اهمیت لري.



اړوند خبرونه