د ټي آر ټي مستندو فلمونو په نړۍواله جشنواره کې د ګډون په خاطر د نوم لیکنې لړۍ دوام لري

د ټي آر ټي د مستندو فلمونو نړۍواله جشنواره.

906158
د ټي آر ټي مستندو فلمونو په نړۍواله جشنواره کې د ګډون په خاطر د نوم لیکنې لړۍ دوام لري

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون  لخوا  د ټي آر ټي مستندو فلمونو په جشنواره کې د ګډون  لپاره  نوم لیکنې  بهر دوام لري.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د

ټي آر ټي  د مستندو فلمونو  په نړۍواله جشنواره کې د ګډون په خاطر  د نوم لیکنې  بهیر دوام لري. د ویلو ده چې د ترکیې ملي راډیو تلویزیون  د مسلکي او غیرې مسلکي  مستند فلم جوړونکو نه د ملاتړ  په خاطر  په ۲۰۰۹ کال کې  د ټي آر ټي د مستندو فلمنو نړۍواله جشنواره  جوړه کړه.

د ترکېې ملي راډیو تلویزیون هر کال  د نړۍ د هر ګوټ نه  د مستندو فلمونو سیالي جوړوي.

د ویلو ده چې  د ټي آر ټي د مستندو فلمونو په نړۍواله جشنواره کې  تیر کال  د ۷۸ هیوادونو نه  ۶۷۷ فلمونو ګډون کړی وو. د مستندو فلمونو تر ټولو  ښه  بیا  په استانبول کې نندارې ته وړاندې کیږي.

 تمه کیږي  چې سږ  کال  د هیواد د ننه او بهر نه  د ګډون کچه  لا لوړه وي.

د ټی آر ټي د مستندو فلمونو په نړۍواله جشنواره کې د ګډون وروستۍ نیټه  د ۲۰۱۸ میلادي کال  د فبروي ۱۶ مه نیټه ده.

په جشنوراه کې د ګډون کوونکو فلمونو ترمنځه  سیالي کیږي. د سیالۍ  په پایله کې  تر ټولو  د ښو فلمونو  نومونه  د ۲۰۱۸ کال  د مارچ په ۱۲ مه نیټه  اعلانیږي.

تر ټولو  ښه  مستند فلمونه به  د ۲۰۱۸ کال د مې په  ۱۰ مه نیټه  د دریو ورځو لپاره  د ټي آر ټي د مستندو فلمونو  د ورځو  په ترڅ کې نندارې ته وړاندې کیږي.

پدې  جشنواره کې هر هغه څوک چې ټاکلي  شرایط پوره کړي  کولی شي چې په وړیا توګه  ګډون وکړي.

د جشنوارې  د ګټوونکو ته  د ۲۰۱۸ میلادي کال د مې په ۱۴ مه نیټه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې جایزې ورکول کیږي.

سږ کال  د ملي مسلکي  مستندو فلمونو  په ګټګورۍ کې  تر ټولو  ښه فلم ته  ۴۵ زره  ترکي لیرې جایزه ورکول کیږي. همداشان  اماتور  او زده کوونکو لخوا  جوړو شوو تر ټولو  ښه مستند  فلم ته  بیا  ۲۰ زره ترکي لیرې جایزه ټاکل شوې ده .

په نړۍواله کچه  تر ټولو ښه مسلکي  مستند فلم ته  ۱۰ زره ایرو  جایزه ټاکل شوې ده .

همداشان  د ښه مستند فلم جایزې ګټوونکو ته  د نقدي جایزو سربیره  نورې ځانګړې جایزې هم  په نظر کې نیول شوي دي.

تاسې کولی شۍ چې  د www.trtbelgesel.com    انټرنیټي ادرس  نه  لا زیات معلومات ترلاسه کړۍ.



اړوند خبرونه