د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

906284
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو   د سوریې په اړه د ترکیې، ایران او روسیې  دویمه سرمشریزه په استانبول کې د جوړولو په اړه  تفاهم  وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې  پدې ټیلیفوني خبرو کې د عفرین او ادلیب د مسلو په ګډون  د سوریې په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو په ادلیب کې  د تاوتریخوالي د کمولو په خاطر  د څار د نوو نقطو  او مرکزونو د جوړولو په مسلې هم  تفاهم وکړ.

ولسمشر اردوغان  د سوریې د عفرین په سیمه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د روانو عسکري عملیاتو د وروستيو پرمختګونو په اړه  د روسیې ولسمشر ته معلومات ورکړل.

دواړو مشرانو  د سوریې په اړه  د ترکیې، روسیې او ایران  دویمه  غونډه  په استانبول کې د جوړولو په مسلې سره په تفاهم ورسیدل.

د یادولو وړ ده چې  د سوریې په اړه  د ترکیې، روسیې او ایران لومړنۍ درې ګونې سرمشریزه  د ۲۰۱۷ کال د نوامبر په ۲۲ مه نیټه  د روسیې د سوچي په ښار کې جوړه شوې وه.  



اړوند خبرونه