په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو شمیره زرو تنو ته قابو شوه

ترکیې پوخ په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو شمیره اعلان کړه

903443
په عفرین کې د وژل شوو ترهګرو شمیره زرو تنو ته قابو شوه

د ترکیې  وسله والو ځواکونو  د سوریې د عفرین په سیمه کې په روانو عسکري عملیاتو کې د وژل شوو ترهګرو وروستۍ شمیره  اعلان کړه.

د ترکیې د وسله والو پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د سوریې په عفرین سیمه کې د زیتون څانګې په عملیاتو کې  د وژل شوو ترهګرو شمیره ۹۴۷ تنو ته  رسیدلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د ازادې سوریې د ځواکونو  په ملګرتیا  د سوریې د عفرین په سیمه کې د پ ک ک ، ک جي ک، پ وای ډي، وای پ جي  او داعش ترهګرو ډلو  پر خلاف  روانو د زیتون څانګې  عملیاتو په ترڅ کې  تر اوسه پورې  جمعآ ۹۴۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.

د سیمې نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  د عملیاتو د پیل نه  د فبروري د پنځمې نیټې پورې  ۹۴۷ تنه ترهګر وژل شوي  دي.



اړوند خبرونه