د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د عملیاتو په ترڅ کې ډیرې مهمې وسلې ونیولې

ترکیې په سوریه کې د ترهګرو نه امریکايي وسلې ونیولې

902101
د ترکیې وسله والو ځواکونو په سوریه کې د عملیاتو په ترڅ کې ډیرې مهمې وسلې ونیولې

د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې د عفرین په سیمه کې د ترهګرو پر خلاف د روانو عملیاتو په ترڅ کې  د امریکا لخوا وای پي جي ترهګرو ته ورکړ شوې د دافع هوا توغندی  او یو زیات شمیر نورې وسلې او مهمات  ونیول.

د ترکیې د لوی درستیزوالۍ  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د زیتون څانګې د عملیاتو په چوکاټ کې  د جنوري په ۳۰ او ۳۱ مو نیټو د سوریې د عفرین په سیمه کې  د امریکا لخوا د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په بهانه  وای پي جي ترهګرې ډلې ته ورکړ شوي  د دافع هوا توغندی  او زیات شمیر نور مهمات  ترلاسه کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو  اس ای ۱۸ ډوله  د اوږې د سر توغونکی  د دافع هوا  توغندی، ګڼ شمیر توپکې، ار پي جي راکټې، د ار پي جي راکټو مرمۍ، سنایپر ټوپکې، تپانچې، د ټانک ضد ماینونه، لاسي بمونه، دوربینونه، مخابرې  او یو زیات شمیر نور سپکې او درندې وسلې  نیولي دي.

 

 



اړوند خبرونه