د لبنان لومړی وزیر د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی

لبنان  لومړی وزیر سعد حریري  د ترکیې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په رسمي بلنه  ترکیې ته راغی

900567
د لبنان لومړی وزیر د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغی

 لبنان  لومړی وزیر سعد حریري  د ترکیې د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په رسمي بلنه  ترکیې ته راغی.

د ترکیې لومړي وزیر ییلدرم  د میلمه  لومړي وزیر نه  د پلازمینې انقرې د چانکایا په ماڼۍ کې د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

لومړي وزیر ییلدرم  د لبنان د لومړي وزیر حریري سره په لیدنه کې  د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سیمې او نړۍ په مهمو مسلو خبرې وکړې.

ویل کیږي  پدې لیدنه کې په ځانګړې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې،  د سوریې په روانو پرمختګونو او غیرې قانوني کډوالۍ په مسلو هم  خبرې وشوې.

لومړی وزیر ییلدرم به  میلمه لومړي وزیر سعد حریري ته  د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په چوکاټ کې د ترکیې لخوا د اوچت شوو ګامونو ، د سوریې د عفرین په سیمه کې د پ ک ک ، ک جي ک ، پ وای ډي، وای پ جي  او داعش ترهګرو پر خلاف  د پیل کړو زیتون څانګې په نامه  د نظامي عملیاتو په اړه معلومات ورکړي. د ویلو ده چې دا عملیات  په سیمه کې د سولې  او ثبات د ټینګښت  او د سیمې خلک  د ترهګرو د ظلمونو نه  د ژغورنې په موخه  پیل شوي دي.



اړوند خبرونه