د ترکیې هوايي ځواکونو په عراق کې د پ ک ک په پټتنځایونو درانده بریدونه وکړل

د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق د قندیل او اسوس په سیمو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  په مرکزونو  هوايي بریدونه وکړل.

898895
د ترکیې هوايي ځواکونو په عراق کې د پ ک ک په پټتنځایونو درانده بریدونه وکړل

د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق د قندیل او اسوس په سیمو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  په مرکزونو  هوايي بریدونه وکړل.

د لوی درستیزوالۍ  د رسنیو د مرکز لخوا په  خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د عراق په شمال کې د قندیل او اسوس په سیمو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې په جنګیالیو چې په ترکیې د بریدونو لپاره تیاري  نیوله  د هوايي ځواکونو لخوا درانده  بریدونه وشول.

پدې بریدونو کې  لږ  تر لږه  ۱۱ تنه ترهګر وژل او ګڼ شمیر پټنځایونه، موضعګانې او د وسلو او مهماتو ډیپلوګان يي له منځه وړل شوي دي.

ترهګرو غوښتل چې  د عراق سره په پوله کې د ترکیې د امنیتي ځواکونو  په پوستو برید وکړي. ترهګر  خپلې شومې موخې ته د رسیدو نه مخکې  د کشفي او څار الوتکو لخوا تثبیت  او له منځه یوړل شول.



اړوند خبرونه