ولسمشر د زیتون د څانګې د عملیاتي مرکز نه لیدنه وکړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د هېواد په سوېل ختیځ کې د ختای په ولایت کې د سوریې په شمال کې د زیتون د څانګې تر نامه لاندې له عملیاتي مرکز لیدنه وکړه.
ولسمشر رجب طیب اردوغان د هېواد په سوېل ختیځ کې د ختای په ولایت کې د سوریې په شمال کې د زیتون د څانګې تر نامه لاندې له عملیاتي مرکز لیدنه وکړه.
د ولسمشرۍ د ماڼۍ د معلوماتو پر اساس ولسمشر اردوغان نن له غرمې وروسته د وسله وال پوځ د لوی درستیز سترجنرال خلوصی آکار سره په ګډه د ختای ولایت ته ولاړ او هلته یې د دویمې قول اوردو له قوماندانۍ نه چې د زیتون د څانګې د عملیاتو دنده پر غاړه لري، لیدنه وکړه. د قول اوردو په مرکز کې د زیتون د څانګې د سوق او ادارې عملیاتي مرکز هم موقعیت لري چې د ولسمشر او لوی درستیز لخوا ترې لیدنه وشوه.
پدې لیدنه کې د ولسمشر سره د لومړي وزیر مرستیال بکر بوزداغ، د دفاع وزیر نورالدین جانیکلی او د پلیو ځواکونو قوماندان سترجنرال یشار ګولر هم ملتیا کوله.
په عملیاتي مرکز کې د دویمې قول اوردو قوماندان ډګر جنرال اسماعیل متین تمل د زیتون د څانګې د عملیاتو په اړه ولسمشر او ورسره مل پلاوي ته معلومات ورکړل.
اردوغان د دویمې قول اوردو د قوماندانۍ منسوبینو ته په خطاب کې وویل چې د زیتون د څانګې د عملیاتو موخه له ترهګرو د سیمې پاکول دي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله