ناټو : ترکیه له ځانه د دفاع حق لري.

د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ د سوریې په شمال کې د زیتون د څانګې د عملیاتو په اړه وویل چې ترکیه هم لکه د نورو هېوادونو په څېر له خپله ځانه د دفاع حق لري.

897316
ناټو : ترکیه له ځانه د دفاع حق لري.

 

د ناټو سرمنشي ینز سټولټنبرګ د سوریې په شمال کې د زیتون د څانګې د عملیاتو په اړه وویل چې ترکیه هم لکه د نورو هېوادونو په څېر له خپله ځانه د دفاع حق لري.

سټولټنبرګ چې له اسپانیا په رسمي لیدنې بوخت دی، ددې هېواد د دفاع له وزیرې ماریا دولورېس سره په ګډه خبري غونډه کې د ترکیې لخوا د سوریې په شمال کې د عملیاتو په اړه پوښتنې ځواب کړلې.

د ناټو سرمنشي د ترکیې د وسله وال پوځ لخوا د سوریې په شمال کې د پې کا کا \ پي وای ډی او داعش د ترهګرو ډلو پر وړاندې د زیتون د څانګې تر نامه لاندې د عملیاتو په اړه وویل چې ترکیه د ناټو د سازمان یواځینی غړی دی چې تر ټولو زیات ترهګري بریدونه پرې شوي دي. ترکیه هم لکه د نورو هېوادونو په څېر له خپله ځانه د دفاع حق لري.

سټولټنبرګ وویل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې تېره اونۍ پدې اړه خبرې وکړې او د امریکا د ولسمشر په ګډون د ټولو خواو سره نږدې اړیکې لري.



اړوند خبرونه