د زیتون د څانګې په عملیاتو کې د وژل شوو ترهګرو شمېره

د ترکیې وسله  وال پوځ د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون د څانګې د عملیاتو په ترڅ کې د وژل شوو ترهګرو شمېره اعلان کړه.

897314
د زیتون د څانګې په عملیاتو کې د وژل شوو ترهګرو شمېره

د زیتون د څانګې په عملیاتو کې د وژل شوو ترهګرو شمېره

 

د نظامي سرچینو د معلوماتو له مخې پدې عملیاتو کې د تېرو شپږو ورځو په موده کې ۳۰۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

د  تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هوايي عملیاتو په ترڅ کې د پې کا کا\ کا جې کا، پی وای ډي\ وای پی جي او داعش د ترهګرو ډلو ۲۶ لوژیستیکي مرکزونه، د وسلو او مهماتو زېرمې، مورچلې او مخابراتي مرکزونه هم ویشتل شوي دي.

پدې عملیاتو  کې ۱۴ جنګي جټ الوتکو ګډون کړی و، چې د دندې له اجرا وروسته بېرته خپلو هډو ته ستنې شوي دي.

د وسله  وال پوځ د اعلامیې له مخې د زیتون د څانګې عملیات د پلان سره سم مخ پر وړاندې روان دي.



اړوند خبرونه