د سوریې په عفرین کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴۳ تنه ترهګر وژل شوي دي

د سوریې د عفرین په سیمه کې عملیات د پلان سره سم پر مخ روان دي

897380
د سوریې په عفرین کې د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴۳ تنه ترهګر وژل شوي دي

ترکیې  وسله والو ځواکونو  د سوریې  د عفرین په سیمه کې  د پ ک ک ، ک جي ک ، پ وای ډي، وای پ ډي او داعش ترهګرو ډلو د تصفیه کولو او سیمې خلک  ددې ترهګرو د ظلم او شر نه د ژغورولو  په موخه   د پیل کړو عملیاتو  په ترڅ کې  تر ننه پورې  ۳۴۳ تنه ترهګر  له منځه وړي دي.

دا خبره  د ترکیې لوی درستیزوالۍ  کړې ده . د ترکیې د لوی درستیزوالۍ  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي دي چې  د ترکیې وسله والو ځواکونو  د هیواد د ملي امنیت پولو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښټ  په موخه  د سوریې د عفرین په سیمه کې د زیتون څانګې په نامه  د روانو عسکري عملیاتو په لړ کې  ۳۴۳ تنه  ترهګر له منځه وړل شوي دي  او عملیات  د پلان په مطابق  پر مخ  روان دي.

د ویلو ده چې دا عملیات  د ۲۰۱۸ کال  د جنوري د میاشتې په شلمه نيټه د مازیګر په پنځو بجو  پیل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې یواځې او یواځې  د ترهګرو اړوند  پټنځایونه، موضعګانې، د وسلو او مهماتو ډیپوګان، موټرې او زغروال ګاډي  په نښه شوي دي. په عملیاتو کې ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر  د ډیر زیات  دقت  نه کار اخیستل کیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تیره شپه  د هوايي ځواکونو لخوا  د ترهګرو اړوند  ۲۳ مرکزونه، پټنځایونه، موضعګانې او وسلو او مهماتو ډیپوګان  له منځه وړل شوي دي.



اړوند خبرونه