د داعش سره تر ټولو اغېزمنه مبارزه تركيې كړې.

ومړي وزير بنعلي ييلدرم څرګنده كړه چې د داعش د ترهګرې ډلې سره تر ټولو اغېزمنه مبارزه تركيې كړې دې.

897975
د داعش سره تر ټولو اغېزمنه مبارزه تركيې كړې.

 

لومړي وزير بنعلي ييلدرم څرګنده كړه چې د داعش د ترهګرې ډلې سره تر ټولو اغېزمنه مبارزه تركيې كړې دې. تركيې د ۲ زره كيلومتره مربع ساحه د داعش سره مخامخ نښتې كړې كړي چې پايله يې د داعش له منګولو نه د الباب د سيمې ژغورل كېدل و.

ييلدرم چې په يو ټلوېزيوني كانال كې د مركې پر مهال خبرې كولې زياته كړه چې تر دې وړاندې د هېواد په سوېل كې د ختاى او كيليس په ولايتونو كې د سوريې له خاورې د توغنديو ډزې كېدلې، بمونه چاودېدل او پر له پسې مزاحمت كېدلو.

د ييلدرم په وينا پر دې سترګې نشو پټولاى.

ييلدرم په سوريه كې د امريكا د متحدو ايالتونو پلاونو ته په اشارې سره وويل چې `` امريكا لوى هېواد دى، پياوړې اوردو او امكانات لري. آيا د ۲- ۳ جناياتكارانو مرستې اړتيا لري؟``

 ييلدرم امريكايي چارواكو د سوريې په شمال كې د ۳۰ كسيزې اوردو د جوړولو د پلان په اړه وويل ``چې دا څه معنى؟ د تركيې سوېلي پولې په عين حال كې د ناټو پولې هم دي. پدې منطق  نه پوهېږم چې د ناټو د پولو د احتمالي ګواښ تر نامه لاندې د ناټو د بل هېواد لخوا د خپل متفق پر ضد اوردو جوړيږي. دا ښكاره دښمني ده. تركيه به دې شرمېدلي حالت ته اجازه ورنكړي.  ددې تر شا چې هر څوك وي او هر څومره پياوړى چې وي د تركيې لخوا ورته اجازه نه وركول كيږي.``



اړوند خبرونه