ولسمشر اردوغان د ټرمپ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې او امریکا ولسمشرانو د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

896615
ولسمشر اردوغان د ټرمپ سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره شپه  د امریکا  د ولسمشر دونالد ټرمپ سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

دا ټیلیفوني خبرې  د امریکا په وړاندیز  ترسره شوې.

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا  د امریکا  د ولسمشر نه  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې دلې د څانګو سره  د عسکري مرستو  د بندولو غوښتنه وکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ  د معلوماتو له مخې دواړو مشرانو  په سوریه کې  د ترکیې لخوا پيل شوي  د زیتون څانګې د عملیاتو په اړه هم  خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان  خپل امریکايي سیال ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې  د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په خاطر  باید  په سوریه کې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پي جي سره عسکري مرستې هر څه ژر ودرول شي.

ولسمشر اردوغان ټرمپ  ته  ویلي دي چې  ترکیې  په سوریه کې  عسکري عملیات  د نړۍوالو حقونو په چوکاټ کې او د ملګروملتونو سازمان د ۵۱ مادې  د مشروع مدافع حق  او د امنیت شورا  د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې  په اړه  د پریکړو سره  سم  پیل کړي دي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ترکیه  د خپلو پولو  د امنیت  په خاطر  مجبوره ده  چې د عفرین  سیمه  د ترهګرو نه تصفیه کړي.

دواړو مشرانو  د سوریې د مسلې سربیره  د دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې  د همکاریو د کچې د لا لوړولو  او ژر ژر  د تماس د نیولو په برخه کې  تفاهم  وکړ.



اړوند خبرونه