د زيتون د څانګې عمليات

د سوريې په شمال كې د پې كا كا/ پي واى ډي او داعش د ترهګرو ډلو پر وړاندې د زيتون د څانګې تر نامه لاندې د پيل شوو عملياتو پر پينځمه ورځ ۲۸۷ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

896480
د زيتون د څانګې عمليات

د سوريې په شمال كې د پې كا كا/ پي واى ډي او داعش د ترهګرو ډلو پر وړاندې د زيتون د څانګې تر نامه لاندې د پيل شوو عملياتو پر پينځمه ورځ ۲۸۷ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

د وسله وال پوځ لخوا پدې اړه په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د زيتون د څانګې د عملياتو په ترڅ كې د پې كا كا/ كا جې كا، پي واى ډي – واى پي جي او داعش د ترهګرو ډلو ۴۷ هدفونه د ۲۷ جنګي جټ الوتكو د بمباريو په پايله كې ويجاړ شوي دي.

په اعلاميه كې راغلي دي چې `` د هېواد د پولو د ساتنې او د سيمې د ثبات په موخه د سوريې په شمال كې د پې كا كا/ كا جې كا، پي واى ډي- واى پي جي او داعش د ترهګرو ډلو پر وړاندې پيل شوي عمليات د پلان سره سم مخ پر وړاندې روان دي.``



اړوند خبرونه