د تركيې پر خاوره راكټي بريدونه

د سوريې د عفرين له سيمې نه د جدايي غوښتونكې ترهګرې ډلې پې كاكا/ پي واى ډي لخوا  د تركيې په سوېل كې د كيليس پر ولايت باندې راكټي بريد وشو. په پېښه كې يو تن ملكي وګړى وژل شوى او  ۷ تنه ټپيان شوي دي.

896460
د تركيې پر خاوره راكټي بريدونه

 

د سوريې د عفرين له سيمې نه د جدايي غوښتونكې ترهګرې ډلې پې كاكا/ پي واى ډي لخوا  د تركيې په سوېل كې د كيليس پر ولايت باندې راكټي بريد وشو. په پېښه كې دوه تنه ملكي وګړي وژل شوي او  ۵ تنه ټپيان شوي دي.

د كيليس والي محمد تيكين ارسلان څرګنده كړه چې يو راكټ پر يو مسجد باندې لګېدلى دى چې په پېښه كې دوه تنه لمونځ كوونكي ټپيان شوي دي.

د تيكين ارسلان په وينا نور راكټونه پر يو كور لګېدلي دي چې په پايله كې يې شپږ تنه ټپيان شوي چې د دوو تنو روغتيايي حالت ترينګلى دى.


پيوندونه: #راكټي بريد , #ترهګر

اړوند خبرونه