اردوغان د خپل فرانسوي سيال ماكرون سره خبرې وكړې.

ولسمشر رجب طيب اردوغان د فرانسې د ولسمشر ايمانوېل ماكرون سره د ټېلفون پر كرښه خبرې وكړې.

895564
اردوغان د خپل فرانسوي سيال ماكرون سره خبرې وكړې.

 

د ولسمشرۍ د ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې دواړو مشرانو په سوريه كې د روانو حالاتو او د زيتون د څانګې د عملياتو په اړه چې د تركيې لخوا د سوريې په شمال كې پيل شوي دي، بحث وكړ.

ولسمشر اردوغان څرګنده كړه چې د سوريې په شمال كې د تركيې لخوا پيل شوي عمليات د ملګرو ملتونو د سازمان د تړون د ۵۱مې مادې پر اساس چې هېوادونو ته د مشروع مدافعې حق وركوي، روان دي.  سربېره پر دې دا عمليات د ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېكړو سره سم ترسره كيږي.

اردوغان زياته كړه چې  زيتون د څانګې د عملياتو پرمهال د ملكي وګړو د ځاني او مالي خونديتوب په موخه پوره تدابير نيول شوي دي.

دواړو مشرانو د سوريې د كړكېچ د آواري په موخه په راتلونكې كې د نږدې همكارۍ پر اهميت باندې ټينګار وكړ.



اړوند خبرونه