د زيتون د څانګې د عملياتو لومړنى شهيد

د سوريې په شمال كې د ترهګرو پر وړاندې د زيتون د څانګې تر نامه لاندې د پيل شوو عملياتو په ترڅ كې يو تن تركي سرتېرى شهيد شو.

895225
د زيتون د څانګې د عملياتو لومړنى شهيد

 

 

د سوريې په شمال كې د عفرين د ښارګوټي  په مربوطاتو كې د زيتون د څانګې د عملياتو په ترڅ كې د پې كا كا/ كا جې كا/ پي واى ډي- واى پي ډي او داعش د ترهګرو سره په نښته كې يو تن تركي ډلګى مشر اوغوز كاآن اوستا شهيد شو.

 د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د پېښې په اړه د خپل ټويټر له لارې په خپور كړي پيغام كې څرګنده كړه چې ``د عفرين په سيمه كې د زيتون د څانګې د  عملياتو پر مهال د وطن د بقا پر لار د انتاليا د هېواد يو تن سرتېرى شهيد شوى دى. د شهيد وينه به پر ځمكه پاتې نشي. د ترهګرۍ د ريښو تر وچولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام وركړو.``


پيوندونه: #عفرين , #شهيد , #عمليات

اړوند خبرونه