په عملياتو كې د ملكيانو د وژلو ادعا پروپاګند دى.
د تركيې د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند بكر بوزداغ څرګنده كه چې د زيتون د څانګې په نامه عملياتو كې چې د وسله وال پوځ لخوا د سوريې په شمال كې پيل شوي دي، د ملكي وګړو د وژل كېدو ادعا د دښمن پروپاګند دى.
![په عملياتو كې د ملكيانو د وژلو ادعا پروپاګند دى.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/948f/f2c2/72b3/5a4e145e72ab9.jpg?time=1718925371)
د تركيې د لومړي وزير مرستيال او د حكومت وياند بكر بوزداغ څرګنده كه چې د زيتون د څانګې په نامه عملياتو كې چې د وسله وال پوځ لخوا د سوريې په شمال كې پيل شوي دي، د ملكي وګړو د وژل كېدو ادعا د دښمن پروپاګند دى.
بوزاد څرګنده كړه چې ددې عملياتو موخه `` د پې كا كا، كا جې كا، پي واى ډي او د داعش د ترهګرې ډلې د منسوبينو له منځه وړل دي. وسله وال پوځ د ملكيانو د امنيت د ساتنې په برخه كې ډېر حساس دى. په سيمه كې د مېشتو خلكو د ځاني امنيت د ساتنې په موخه هر ډول تدابير نيول شوي دي. تركيه د ملكي وګړو د حقونو د ساتنې په برخه كې د نورو لپاره يوه بېلګه ده.``
بوزداغ زياته كړه چې د تركيې سرې مياشتې د عملياتو په سيمه كې د ملكي وګړو د خوراكي موادو او درملو د اړتيا د پوره كولو په موخه يو لړ پلانونه پلي كړي دي. نوموړي زياته كړه چې د زيتون د څانګې عمليات ضروري دي. ددې عملياتو موخه د ترهګرو ډلو د لوژيستيكي مركزونو، وسلو او مهماتو، مورچلو او پټنځايونو له منځه وړل دي. دا عمليات په برياليتوب سره مخ پر وړاندې روان دي.
بوزداع همداراز څرګنده كړه چې ددې عملياتو موده او محتوا د تركيې لخوا ټاكل كيږي. د ورستي ترهګر د لمنځه وړلو پورې به دا عمليات دوام ومومي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718925372)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718925372)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله