د وروستي ترهګر د لمنځه وړلو پورې به عمليات دوام وكړي.

د تركيې د وسله وال پوځ لوى درستيز سترجنرال خلوصي اكار د  سوريې په شمال كې د زيتون د څانګې تر نامه لاندې  پيل شوو عملياتو په اړه وويل چې د وروستي ترهګر د لمنځه وړلو پورې به دا عمليات دوام وكړي.

894626

اكار د سوريې په شمال كې د عملياتو په اړه چې ۳ ورځې وړاندې پيل شوي دي، څرګنده كړه چې ددې عملياتو پرمهال به د جدايي غوښتونكې ترهګرې ډلې پې كا كا د څانګې پي واى ډي سربېره د داعش د ترهګرې ډلې سره هم مبارزه وشي. دا عمليات د نړيوالو حقوقو په چوكاټ كې دوام لري.

اكار زياته كړه چې هڅه كوي چې د تركيې او سيمې امنيت او ثبات ته رامنځته شوى ګواښ لرې كړي. پدې لړ كې د سوريې ځمكنۍ بشپړتيا او ملي حاكميت ته درناوى كيږي.

د اكار په وينا په سيمه كې د  وروستي ترهګر د لمنځه وړلو پورې به د زيتون د څانګې تر نامه لاندې پيل شوي عمليات دوام وكړي.

اړوند خبرونه