ترکیې  د سوریې  د عفرین  سیمه  د ترهګرو نه د پاکولو په خاطر عسکري‌ عملیات  رسمآ  پيل کړل.

ترکیې د سوریې د عفرین په سیمه کې عسکري‌ عملیات پيل کړل

893046
ترکیې  د سوریې  د عفرین  سیمه  د ترهګرو نه د پاکولو په خاطر عسکري‌ عملیات  رسمآ  پيل کړل.

ترکیې  د سوریې  د عفرین  سیمه  د ترهګرو نه د پاکولو په خاطر عسکري‌ عملیات  رسمآ  پيل کړل.

ترکیې  د زیتون د څانګې  په نامه  عسکري‌ عملیات  د ترکیې په ځايي‌ وخت  د مازیګر  په پنځو  بجو  رسمآ  پيل کړل.

د ترکیې  اف ۱۶ جنګي‌ الوتکو  د پ ک ک، پي وای ډي، وای پي جي او داعش  ترهګرو ډلو په ګډون  په ۱۰۸ هدفونو  هوايي‌ بریدونه وکړل. 

د ترکیې  جنګي‌ الوتکو  د عفرین  د مینیغ  په هوايي‌ ډګر  هوايي  بریدونه وکړل. 

د ترکیې جنګي‌ الوتکو  د  ترکیې سره په پولو کې  د عفرین  اړوند  جندریس، جیلیمي، حیمدیه، حاجلر، فریه او تل سیلور  په کلو کې  د پی وای ډي‌ او پ ک ک ترهګرو ډلو  اړوند په مهمو  مرکزونو  دو د پ ک ک تر اشغال لاندې د منینغ په عسکري‌هوايي‌ ډګر  هوايي‌بریدونه وشول.

د ترکیې  لوی درستیزوالۍ نن  په پنځو  بجو  په عفرین  د نظامي‌ عملیاتو  د پيلولو نه  خبر ورکړ. لوی درستیزوالۍ  ویلي‌ دي‌ چې  د زیتون د څانګې په نامه  عسکري عملیات  رسمآ پیل او جنګي‌ الوتکو په بریدونو پیل کړی دی.

د لوی درستیزوالۍ  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې  ویل شوي‌ دي«  د ترکیې  وسله والو ځواکونو د هیواد  د پولو او سیمې  د امنیت او استقرار د ټینګښت  په خاطر د سوریې په شمال لویدیځ کې  د عفرین په سیمه کې  د پ ک ک، ک جي ک، پ وای ډي،وای پ جي  او داعش  ترهګرو ډلو نه د پاکولو او ژغورنې  په موخه  د ۲۰۱۸ کال د جنوري‌ د میاشتې په شلمه نیټه د مازیګر په پنځو بجو  د زیتون د څانګې  په نامه  عسکري‌ عملیات  پیل کړل. دا عسکري‌ حرکات  هیواد ته د ورکړل شوو نړۍوالو حقوقو، ملګروملتونو د امنیت شورا د ترهګرۍ پر وړاندې  د مبارزې  په خاطر په ځانکړې توګه  د ۲۰۰۵ کال کې  د ۱۶۲۴ شمیرې  او د ۲۰۱۴ کال کې  د ۲۱۷۰ شمیرې او د ۲۰۱۴ کال کې  د ۲۱۷۸ شمیرو پریکړو  او ملګروملتونو د تړونونو د ۵۱ مې مادې   د مشروع مدافع د حقونو په چوکاټ کې  د سوریې  ارضي‌ تمامیت ته د درناوي‌ په نظر کې نیولو سره  ترسره کیږي. 

ددې  عملیاتو نه موخه  یواځې او یواځې  د ترهګرو او ددوې اړوند  د ډيپوګانو، پټنځایونو، موضعګانو، وسلو او مهماتو ډیپوګانو له منځه  وړل  دي. پدې عملیاتو کې به  د  ملکي‌ او معصومو انسانانو  ته د مرګ ژوبلې  د اوښتو د مخنیوي‌ په خاطر تر وروستۍ اندازې  دقت   او پاملرنه وشي.

د ویلو ده چې  دا عملیات  پخپله  د لوی درستیزوال  ستر جنرال خلوصي‌ اکار لخوا  سوق او اداره کیږي. 

د ترکیې  لوی درستیز  د عملیاتو  د پیلیدو نه مخکې  د روسیې او امریکا د لوی درستیزوالانو سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې .

د ترکیې  لومړي‌ وزیر  بنعلي  ییلدرم د ترکیې  د هوايي ځواکونو لخوا  په عفرین د هوايي‌عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړ.

لومړي‌ وزیر  بنعلي‌ ییلدرم  وویل چې سبا به د ترکیې  پلي‌ ځواکونه  سوریې ته داخل  او په عملیاتو کې به برخه واخلي.

لومړي‌ وزیر ییلدرم  د چانکایا په ماڼۍ کې  د ملیت پالو غورځنګ د ګوند  د  مشر  دولت باغچلي‌ سره   د لیدنې نه وروسته  خبري‌ غونډې  ته  د عملیاتو په اړه معلومات ورکړل.

لومړي‌ وزیر وویل چې  د عملیاتو په ترڅ کې تثبیت  شوي‌ ټول هدفونه په بریالیتوب سره  له منځه  وړل شوي‌ دي. د عملیاتو لومړنی  پړاو  د هوايي‌ځواکونو  لخوا  پيل شوي‌ دي. 

هغه وویل چې  ددې عملیاتو  اصلي‌ موخه  په سوریه کې عرب، کورد او ترکمن ورورنه  د ترهګرو  د شر نه ژغورل دي.

هغه وویل  د عملیاتو د پیلیدو نه  راپدیخوا ځیني‌ برخې  ترکي‌ځواکونه په کوردانو  بریدونه کوي‌ په څیر پروپاګند کوي. 

هغه وویل  زمونږ  هغه  اتل  عسکر  چې پدې  عملیاتو کې  برخه اخیستی  پدې  باید  پوه شي‌ چې  د ۸۰ میلیونونو  هیوادوالو  دعا  تر شا لري. 

لومړي‌ وزیر  ییلدرم وروسته  د عملیاتو د قرارګاه نه لیدنه وکړه.

د بله پلوه  د سوریې پولو  ته  د ټانکونو، اوبوس توپونو  او مهماتو  تقویه  دوام لري.



اړوند خبرونه