ترکیه د هیواد د ملي امنیت نه د دفاع په خاطر د چا نه اجازه نه اخلي

ترکیه : یوه شپه په ناڅاپي ډول به په سوریه کې عسکري عملیات پیل کړو

890886
ترکیه د هیواد د ملي امنیت نه د دفاع په خاطر د چا نه اجازه نه اخلي

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند  باقر بوزداغ وویل چې ځیني برخې غواړي چې د ترکیې په پولو کې د ترهګرو سازمانونو  دهلیزونه جوړ کړي  او امنیت يي  ترهګرو سازمانونو ته  وسپاري.

دا په ښکاره توګه د ترکیې ملي امنیت ته  ګواښ دی. ترکیه  د ملت او دولت د بقاء په خاطر  لوی خطر  په منلو سره  ددې ترهګرو د منځه وړو  په خاطر  د ګامونو د پورته کولو نه ډډه نکوي.

مرستیال لومړي وزیر زیاته کړه چې  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په بهانه  د بلې ترهګرې ډلې  پ ک ک او د هغه د څانګو  سره  همکاري  او همغږي  د منلو وړ خبره نده. ترکیې په کراتو مراتو  دا خبره ټولې نړۍ ته  په ښکاره توګه کړې ده. خو ددې سره سره  د نوموړو ترهګرو ډلو سره  همکاري او مرستې دوام لري.

د ترکېې د صبر کاسه  ډکه شوې ده . ترکیه  به  ددې تهدیدونو د لمنځه وړو په خاطر لازم ګامونه اوچت کړي.

مرستیال لومړي وزیر وویل چې ترکیې  د سوریې د عفرین په سیمه کې  د ترهګرو د ځالو د جوړولو د مخنیوي په خاطر  د ډیپلوماتیکو لارو څخه ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې  خو له بده مرغه چې  کومه نتیجه يي ورنکړه.

د داعش پر خلاف د مبارزې د پایته رسیدو نه وروسته د نوموړو ترهګرو نه  د درندو وسلو د راټولو په اړه  شوې ژمنې  یواځې  د کاغد پر مخ  پاتې شوې. په یوې ژمنې هم  عمل  ندی شوی.

مرستیال لومړي وزیر یو ځل بیا په امریکا غږ وکړ چې هر څه ژر باید  د پ ک ک ترهګرې ډلې  څانګو ته  د داعش پر خلاف د مبارزې په بهانه ورکړ شوې  درندې وسلې راټولې، د نوموړو ترهګرو سره  د مرستو نه لاس واخلي  او ترکیې په پوله کې  د ترهګرو سازمانونو نه  د منظمې اردو د جوړولو  د پلان نه  لاس په سر شي.

هغه وویل چې  د عفرین  او منبیچ د  عملیاتو په اړه د روسیې او امریکا په څیر هیوادونو سره  سلامشورو ته دوام  ورکوو  خو ترکیه  پدې برخه کې د چا نه  اجازه نه اخلي.

څه چې لازم  وي  هغه  کوي.

مرستیال لومړي وزیر ددې پوښتنې په ځواب کې چې  ترکیه به څه وخت په عفرین او منبیچ کې عملیات پیل کړي؟  داسې وویل، لکه څرنګه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ویلي دي، یوه شپه په ناڅاپي توګه به دا عملیات پيل شي.

هغه وویل چې د هیواد  د ملي امنیت شورا  په غونډه کې  د فوق العاده حالت د دوام  پریکړه وشوه. هغه وویل چې  دا حالت  د هیوادوالو په د ژوند په ورځینو چارو کومه اغیزه نلري، د فوق العاده حالت نه یواځې موخه  د ترهګرۍ پر وړاندې لا ښه او په چټکه توګه مبارزه ده.



اړوند خبرونه