د افغانستان نوي سفير خپل باورليك وړاندې كړ.

په انقره كې د افغانستان نوي سفير عبدالرحيم سيدجان خپل باور ليك د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته وړاندې كړ.

889837
د افغانستان نوي سفير خپل باورليك وړاندې كړ.

 

په انقره كې د افغانستان نوي سفير عبدالرحيم سيدجان خپل باور ليك د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ته وړاندې كړ.

پدې اړه د ولسمشرۍ په ماڼۍ كې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو.

عبدالرحيم سيدجان څه موده وړاندې د افغان دولت لخوا د تركيې د سفير په توګه معرفي شوى و چې نن په رسمي توګه د سفارت د ځينو ډيپلوماټانو سره په ګډه خپل باور ليك ولسمشر ته وړاندې كړ.

تر دې وړاندې امان الله جيحون شاوخوا ۶ كاله په انقره كې د افغانستان سفير و.



اړوند خبرونه