ترکیې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ

ترکیه : د امریکا لخوا د ترهګرو نه د سوریې په شمال کې د منظمې اردو جوړولو پریکړه په کلکه توګه غندو

888180
ترکیې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون څرګند کړ

ترکیې  د امریکا  متحده ایالتونو لخوا د سوریې په شمال کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې نه  د منظمې اردو  د جوړولو په برخه کې هلې ځلې  په کلکه توګه وغندلې او وویل چې  د پولې نه د پورې غاړې نه ترکیې ته  مخامخیدونکی هر ډول ګواښ به له منځه یوسي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي « د امریکا لخوا د سوریې په شمال کې  د پولو د امنیت د ځواک  تر نامه لاندې  د پ ک ک د څانکو پ وای ډي او وای پ جي نه  د منظمې اردو د جوړولو اړوند  خبرونو په نړۍوالو خبري رسنیو کې انعکاس  موندلی دی . ترکیې ددې پرمختګ نه سمدلاسه وروسته  د جنوري په لسمه نیټه  په انقره کې د امریکا د شاژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښت  او پدې اړه يي ترینه د معلوماتو غوښتنه وکړه. »

په خبرپاڼه  کې راغلي دي چې « د داعش پر خلاف د مبارزې د ایتلاف  ویاند  د څرګندونو له مخې  امریکا  غواړي چې  د پولو د امنیت د ځواک تر نامه  لاندې د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي او وای پي جي  ډلو نه  ۳۰ زره کسیزه  منظمه  اردو جوړه کړي. نړۍوال ایتلاف  د ترهګرو ډلو سره  پدې برخه کې په ګډه کار کوي.

د یادو شوو ترهګرو ډلو سره  د امریکا لخوا د مرستو د دوام  په اړه  ژمنې  او څرګندونې  د ترکیې ملي امنیت او سوریې  ملي یووالي او ارضي تمامیت ته  ستر ګواښ جوړوي  چې دا  مسله په هیڅډول  د ترکیې لپاره د منلو وړ نده. ترکیه  پدې خطا باندې  د امریکا  ټینګار  په کلکه توګه غندي  او د پولې نه د پوړې غاړې نه  هیواد ته مخامخ  هر ډول  ګواښ به  له منځه یوسي.»

د بله پلوه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ویاند  ابراهیم قالن  وویل چې  « ترکیه  د ملي منافعو  په رڼا کې  د هیواد د امنیت د ټینګښت په خاطر  هر ډول  تدابیر  نیولي او نیولو ته دوام ورکوي. پدې چوکاټ کې  ترکیه  حق لري چې  هر کله چې وغواړي  د نوموړو ترهګرو ډلو د ګواښونو د برطرف کولو په خاطر  پرې  فزیکي مداخله وکړي.

د ویلو ده چې د داعش پر خلاف د نړۍوال ایتلاف ویاند  ډګروال ریان  دیلون  ویلي وو چې  امریکا غواړي  د پ ک ک ترهګرې ډلې نه جوړ  د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو نه  د پولو د امنیت په خاطر ۳۰ زره کسیزه  اردو جوړه کړي. امریکا غواړي چې دا ترهګر  د ترکیې سره په پوله کې  د سوریې په شمال کې ځای په ځای کړي.



اړوند خبرونه