د ايران او روسيې سفيران د بهرنيو چارو وزارت ته را وغوښتل شول.

په انقره كې د ايران او روسيې سفير په پر له پسې ډول د اعتراض په توګه  د بهرنيو چارو وزارت ته را وغوښتل شول.

885410
د ايران او روسيې سفيران د بهرنيو چارو وزارت ته را وغوښتل شول.

 

په انقره كې د ايران او روسيې سفير په پر له پسې ډول د اعتراض په توګه  د بهرنيو چارو وزارت ته را وغوښتل شول.

د بهرنيو چارو وزارت په سوريه كې د بشار اسد د رژيم لخوا د ادليب پر ښار باندې د وروستيو بريدونو له امله خپله ناراحتي دوى ته بيان كړه.

په انقره كې د روسيې سفير الكسي يرخوف او د ايران سفير محمد ابراهيم طاهريان فرد تېر ماښام د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت د مقاماتو لخوا را غوښتل شوي وو تر څو د بشار اسد د رژيم لخوا د ادليب پر ښار باندې د وروستيو بمباريو په اړه د انقرې ناراحتي ورته وړاندې كړي.

د ډيپلوماټيكي سرچينو د معلوماتو له مخې دواړه سفيرانو ته وويل شول چې پدې  اړه د بشار اسد د رژيم سره خبرې وكړي تر څو د اوربند او سولې بهير ته زيان ونه رسيږي.

ايران، روسيه او تركيه د آستانې د خبرو اترو په بهير كې په سوريه كې د ضمانت كوونكو هېوادونو په توګه مكلف دي چې د اوربند په سيمه كې له بريدونو مخنيوى وكړي.

پدې اړه د بهرينو چارو د وزارت لخوا په خپره شوې اعلاميه كې راغلي دي چې د سوريې د ډيالوګ د ملي شورا تر غونډې وړاندې چې ټاكل شوې ده د روان ميلادي كال د جنورۍ د مياشتې په ۲۹مه نېټه د روسيې د سوچي په ښار كې پيل شي، ورته بريدونه د منلو وړ نه دي.

د بشار اسد د رژيم ځواكونو پدې وروستيو كې د ادليب د ښار په سوېل كې نظامي عمليات ترسره كړي دي چې دا د آستانې په بهير كې د اوربند له شرايطو سرغړونه بلل كيږي.



اړوند خبرونه