ترکیې  په کابل کې  ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

ترکیه : په ورور او دوست هیواد افغانستان په پلازمینه کابل کې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندو

877508
ترکیې  په کابل کې  ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

ترکیې  په کابل کې  ځانمرګی برید په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  پدې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي « په ډیرې خواشینۍ سره مو  نن  د ورور او دوست هیواد افغانستان په پلازمینه کابل کې  په فرهنګي مرکز ترهګریز برید چې په پایله کې زمونږ په لسګونو تنو افغان ورورنو  ژوند  د لاسه ورکړی دی  خبر ترلاسه کړ. ترکیه  پدې پستې، ضد انساني او اخلاقي  برید لعنت وایي  او په کلکه توګه غندي.

د پیښې قربانیانو ته د الله د دربار څخه  د رحمت او مغفرت، ټپیان ته د عاجلې شفاء، د قربانیانو کورنیو  او د ورور هیواد افغانستان دولت  او ملت ته  د جمیل صبر غوښتنه کوو. ترکیه  ورور ملت افغانانو سره  پدې غم کې ځان شریک بولي  او د تسلیت مراتب وړاندې کوي.



اړوند خبرونه